• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د فراه ولایت له پاره نوی مستوفي معرفي سو.

    22 ثور 1405
    د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل

    د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، حاجي نعمت الله مغیره، چي د فراه مستوفیت له پاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل سوی وو، د عوایدو او ګمرکونو معین مفتي عبدالمتین سعید، د عوایدو لوی رئیس مولوي سفر محمد سحر او مل پلاوي له لوري د فراه ولایت په مقام کي د یوې ناستي په ترڅ کي د یاد ولایت والي، اړوندو رئیسانو او د مستوفیت اداري کارکوونکو ته ور معرفي سو. د فراه ولایت مقام او مستوفییت کارکوونکو نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په چارو کي د بریا غوښتنه وکړه او د هر راز همکارۍ ډاډ ئې ورکړ.
    د یادونې وړ ده، چي ښاغلی نعمت الله مغیره تر دې وړاندي د هلمند ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې ده.