د هلمند ولایت له پاره نوی مستوفي معرفي سو.
21 ثور 1405
د غویي ۲۱مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
مولوي شفیع الله فایض، چي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د هلمند مستوفیت له پاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل سوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو قدرمن معین صاحب، د عوایدو محترم لوی رئیس صاحب او مل پلاوي له لوري لومړی د یوي ناستي په ترڅ کي د هلمند ولایت په مقام کي د یاد ولایت والي او اړونده رئیسانو ته او وروسته د هلمند مستوفیت په مقام کي اداري کارکوونکو ته ور معرفي سو.
د یادوني وړ ده، چي مولوي شفیع الله فایض تر دې وړاندي د فراه ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې ده.