د غویي ۲۰مه، ۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم پر اساس مولوي فیض الله بریالی د غزني مستوفیت له پاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل سوی وو. نن د عوایدو او ګمرکونو قدرمن معین صاحب، د عوایدو محترم لوی رئیس صاحب او مل پلاوي له لوري لومړی د یوې ناستي په ترڅ کي د غزني ولایت په مقام کي د یاد ولایت والي ته او وروسته د غزني د مرستیال والي په ملتیا د مستوفیت په مقام کي اداري کارکوونکو ته ور معرفي سو.
د عوایدو او ګمرکونو محترم معین، الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د غزني مستوفيت کارکوونکو ته د نوي مستوفي د معرفت پر مهال د چارو د پراختیا او مراجعه کوونکو ته د غوره خدمتونو وړاندي کولو په موخه اداري کارکوونکو ته لازمي لارښووني او سپارښتني وکړې. همدارنګه نوموړي د مخکني مستوفي سره د مستوفیت د کارکوونکو د همکاریو ستاینه وکړه او له نوي مستوفي سره ئې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د معرفت په غونډه کي د غزني والي، مولوي عبدالصمد جاوید او مرستیال والي د نوي مستوفي سره د هر اړخیزي همکارۍ او همغږۍ د ډاډ ترڅنګ نوي مستوفي ته په چارو کي د بریا دعا وکړه.
د یادوني وړ ده، چي مولوي فیض الله بریالي تر دې وړاندي د پنجشېر ولایت د مستوفي په توګه دنده ترسره کړې ده.