• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کندهار پوهنتون محصلانو ته د مالیاتو د عامه پوهاوي سیمینار وړاندي سو!

    WhatsApp Image 2026-05-09 at 1.31.28 PM.jpeg

    19 ثور 1405
    د غویي ۱۹مه، ۱۴۰۵ هـ.ش
    د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی شاوخوا ۵۰ تنه محصلانو ته د افغانستان مالیاتي نظام اړوند معلوماتي سیمینار وړاندي سو.
    یاد سیمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سو، وروسته د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، عبدالهادي حمدان، محصلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سالم نیت او اخلاص په ارزښت خبري وکړې.
    د مالیاتو د عامه پوهاوي کارپوه، عبادالله درمان، د مالیې وزارت د دندو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیاتو د ډولونو، نورمونو، د مالیاتي پروسو، الکترونیکي سیسټمونو او د عوایدو د راټولېدو پر څرنګوالي او طرزالعمل محصلانو ته بشپړ معلومات وړاندي کړل او په پای کي ئې د مالیاتو په اړه د هغوی پوښتني ځواب کړې.