• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د آریانا افغان-ترک هلکانو عالي لېسې زده کوونکو ته د مالیاتي پروسو اړوند معلوماتي پرزنټېشن وړاندي سو!

    WhatsApp Image 2026-05-05 at 9.34.39 AM.jpeg

    15 ثور 1405
    د غویي۱۵مه، ۱۴۰۵هـ.ل

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري په کابل کي د آریانا افغان-ترک هلکانو عالي لېسې د یوولسم او دوولسم ټولګیو زده کوونکو ته د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه معلوماتي پریزینټېشن وړاندي سو.
    په همدې مناسبت جوړه سوې غونډه کي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، د مالیاتو د عامه پوهاوي کارپوه، د عوایدو لوی ریاست د عامه اړیکو عمومي مدیر، د آریانا افغان-ترک هلکانو عالي لېسې ښوونکو او لسګونو زده کوونکو ګډون کړی وو.
    د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، عبدالهادي حمدان، د هیواد د ابادۍ او پرمختګ له پاره د زده کړو پر ارزښت، سالم نیت او اخلاص په اړه ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وکړې. نوموړي زیاته کړه، زده کړې د اسلام او هېواد د پرمختګ او خپلو هېوادوالو ته د خدمت ترسره کولو په نیت وکړئ، ترڅو خدای (ج) اجر او بریا در په برخه کړي.
    وروسته د مالیاتو د عامه پوهاوي کارپوه، عبادالله درمان، ګډونوالو ته د افغانستان د مالیاتي نظام، د ملي بودیجې د سرچینو، د مالیاتو ډولونو او د عوایدو لوی ریاست له لوري مالیه ورکوونکو ته د مالیاتي تصفیې په موخه د رامنځته سوو سیسټمونو او اسانتیاوو په اړه معلومات وړاندي کړل.
    په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکول سول.