د عوایدو لوی رئیس د غزني او زابل له مستوفیتونو څخه لیدنه وکړه
10 ثور 1405
د غویي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د مستوفیتونو د چارو د ارزوني په موخه د غزني او زابل له مستوفیتونو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس له مستوفيانو، آمرینو او اداري کارکوونکو سره ناستي درلودې. نوموړي د مستوفیتونو د چارو د ښه والي، عوایدي هدف د ترلاسه کولو او سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه مسئولینو او اداري کارکوونکو ته اړیني سپارښتني وکړې.
ښاغلي سحر د یادو لیدنو پر مهال د مستوفیتونو د لاسته راوړنو د راپور اورېدو سربېره د اداري چارو د پرمختګ په موخه د اداري کارکوونکو نظریات، کاري ستونزي او وړاندیزونه هم واورېدل. د عوایدو لوی رئیس د مستوفیتونو ستونزو او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ ورکړ.
د یادوني وړ ده، چي د عوایدو لوی رئیس د مستوفیتونو د چارو د ارزوني، د لاسته راوړنو او ستونزو د اورېدو په موخه ولایتي سفرونه ترسره کوي.