• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د یو شمېر مستوفيانو د اداري کړنو کلنۍ ارزونه وسوه

    27 حمل 1405
    د وري ۲۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د (۲۰) تنو مستوفيانو د اداري فعالیتونو د (۱۴۰۴) هـ.ل کال د کلنۍ ارزوني ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
    په یاده ناسته کي د عوایدو لوی رئیس، د مستوفیتونو مرستیال کفیل، د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا رئیس او د مستوفيانو سربېره د کارکوونکو چارو ریاست او د اداري اصلاحاتو ادارې استازو ګډون درلود.
    په پیل کي د عوایدو لوی رئیس د تېر کال په جریان کي د مستوفيانو اداري فعالیتونه او لاسته راوړني وستایلې او سپارښتنه ئې وکړه، چي په راتلونکي کي هم خپلو اغېزمنو خدمتونو ته دوام ورکړي.
    وروسته د ننګرهار، غزني، بدخشان، هلمند، فراه، نیمروز، پکتیا، تخار، پروان، سمنګان، پکتیکا، زابل، ډایکنډي، بادغیس، غور، کاپیسا، لوګر، سرپل، نورستان، او پنجشېر مستوفیانو د تېر (۱۴۰۴) کال د اداري فعالیتونو ارزونه یو پر بل پسې ترسره سوه.
    تر ارزوني وروسته ښاغلو مستوفيانو یو ځل بیا په بشپړ تعهد، پوره ایماندارۍ او اخلاص سره د خدمت ژمنه تازه کړه.