• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د بلخ ولایت د سوداګرو او صنتکارانو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل سول

    18 حوت 1404
    د کب ۱۸مه ۱۴۰۴ هـ.ل

    بلخ ته د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین په مشرۍ تللي پلاوي د یاد ولایت له سوداګرو او صنعتکارانو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل لارو د موندلو په موخه ناسته وکړه.
    یاده ناسته د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ په خونه کي جوړه سوې وه، چي د عوایدو او ګمرکونو معین، د عوایدو لوی رئیس، مل پلاوي او د بلخ ولایت یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو ګډون پکښې کړی وو.
    د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په خپلو خبرو کي سوداګر او صنعتکاران هیواد ته د نوي ټکنالوژۍ د انتقال، ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او د هیوادوالو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو مهمه ذریعه وبلله او هغوی ته ئې د اقتصادي مجاهدینو لقب وکاراوه.
    همداراز د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر د یادي ناستي پر ارزښت خبري وکړې او وئې ویل، چي سوداګر او صنعتکاران باید د خپلو ستونزو د حل له پاره خپلي ستونزي له اړوندو ادارو سره پر وخت شریکي کړي؛ ترڅو پر وخت رسیدنه ورته وسي.
    په ناسته کي د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزي او غوښتني واورېدل سوې، د ستونزو د حل ډاډ ورکړل سو او د هغوی غوښتني د مسلکي ارزوني په موخه ثبت او یاداښت سوې.
    د یادوني وړ ده، چي ورته ناستي په هیواد کي د صنعت او سوداګرۍ پر وړاندي د ګمرکي او مالیاتي ستونزو د حل او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه ترسره کېږي.