• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو د مالیاتي قوانینو او سکتاس سیسټم ۲۵ ورځنی ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد

    18 حوت 1404
    د کب ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
    د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له لوري د یاد وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په موخه د عوایدو د مالیاتي قوانینو او سکتاس سیسټم ۲۵ ورځنی ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد. په دې روزنیز پروګرام کي د مالیې وزارت ۴۵ کارکوونکو ګډون کړی و.
    د یاد پروګرام د اختتامیه غونډي پر مهال د ولایتي عوایدو د پراختیا او اهمغږۍ رئیس، د مالیې وزارت امام او مدرس، د ولایتي عوایدو د انسجام اداري آمر، د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ آمر، استادانو او د مالیې وزارت یو شمېر کارکوونکو ګډون درلود.
    په دې غونډه کي د ولایتي عوایدو د پراختیا او همغږۍ رئیس مفتي عبدالغفار سلیم د یاد روزنیز پروګرام پر ارزښت خبري وکړې او ویې ویل چي دا ډول برنامې د مالیې وزارت د کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو له پاره ډېري مهمې دي. نوموړي د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ هڅي هم وستایلې.
    همداراز د مالیې وزارت امام او مدرس مولوي حیات الله وویل چي کارکوونکو ته ورسپارل سوي مسؤلیتونه امتیاز نه، بلکي یو امانت دئ او ټول باید خپلي دندې په پوره صداقت او مسؤلیت سره ترسره کړي. هغه له ګډونوالو وغوښتل چي د خپلو اداري چارو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري وړاندي سوې سپارښتني هم عملي کړي.
    د یادوني وړ ده چي د مالیې وزارت د کارکوونکو ظرفیت لوړونه د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. دغه اکاډمي هر کال د خپل پلان له مخي د مالیې وزارت د زرګونو کارکوونکو د مسلکي ودې له پاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه تنظیم او ترسره کوي.