د کب ۱۲مه۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د مستوفیتونو د بررسۍ، خدمتونو وړاندي کولو، قانون پلي کولو، د مالیه ورکوونکو د پېژندني او د خطرونو د تحلیل آمریتونو د کاري پروسو پر وړاندي د شته خنډونو د لیري کولو په موخه انلاین ناسته وسوه.
د عوایدو لوی رئیس د مالیاتي ادارو ترمنځ په همغږۍ او له مالیه ورکوونکو سره په نېک چلند ټینګار وکړ او ګډونوالو ته ئې لارښوونه وکړه، چي د عوایدي هدف د ترلاسه کولو له پاره دي سره یو موټي اوسي؛ څو د اقتصادي پرمختګ له پاره خنډ رامنځته نه سي.
د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس نداء محمد صدیقي، د مالي کال په تغییرېدو سره د دغه کال د احتمالي ستونزو حل کېدو ته د اړوندو ادارو په بشپړ چمتووالي او همغږۍ سپارښتني وکړې.
په پای کي ګډونوالو د ممکنه ستونزو موضوع له مسئولینو سره شریکه کړه او هغوی د همکارۍ ډاډ ئې ترلاسه کړ.