• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست ۱۳ شکایتونه حل او فصل کړي دي!

    11 حوت 1404
    د کب ۱۱مه ۱۴۰۴ هـ.ل

    د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د دلوي میاشتي په اوږدو کي د مالیه ورکوونکو د شکایتونو (۱۳) قضیې د قانون له مخي تر څېړني وروسته حل او فصل کړي دي.
    له ټولو څېړل سویو قضیو څخه (۱) عریضه حکمي، (۱) عریضه د جایداد اړوند او پاتي (۱۱) عریضې په اصنافو پوري مربوطي وې، چي ټولي ئې له لازمي حقوقي ارزوني وروسته حل سوي دي.
    د یادولو ده، چي د مالیه ورکوونکو شکایتونو ته پر وخت رسېدنه او حلول د مالیې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي. یاد وزارت هڅه کوي، چي په دې برخه کي مالیه ورکوونکو ته غوره او مؤثر خدمات وړاندي او د هغوی ستونزي په چټکۍ سره حل کړي؛ ترڅو د مالیاتي سیسټم شفافیت او د مالیه ورکوونکو رضایت تضمین سي.