• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست، د عراده جاتو د مالیو آمریت او درېیمي مالیاتي حوزې د موقعیت د بدلون خبرتیا!

    5 حوت 1404
    قدرمنو مالیه ورکوونکو ته خبر ورکول کیږي، چي دوی ته د لا اسانتیاوو په موخه د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست له مخکیني ځای څخه حضوري چمن ته څېرمه د کابل نړیوال نندارتون ودانۍ ته مخامخ موقعیت ته رالېږدول سوی.
    همدارنګه د عراده جاتو د مالیو آمریت او درېیمه مالیاتي حوزه له مخکیني موقعیت څخه دهمزنګ د افغانستان برېښنا شرکت ته مخامخ د بریکوټ په کوڅه کي د کنټرول او کیفیت ریاست ترڅنګ د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست پخوانۍ ودانۍ ته د موقعیت تغییر کړی.
    له همدې کبله قدرمن مالیه ورکوونکي کولای سي، چي په دغو ادارو کي د خپلو اړوند مالیاتي مسایلو د حل په موخه ذکر سویو نویو ادرسونو ته مراجعه وکړي او خپلي چاري مخ ته یوسي.