• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست اړوند د دوو رئیسانو تبدیلي ترسره سوه!

    WhatsApp Image 2026-02-23 at 1.13.18 PM.jpeg

    4 حوت 1404
    د کب ۴مه، ۱۴۰۴ هـ.ش
    د اسلامي امارت د اداري اصولو، د تغیر او تبدیل د تګلاري او د ریاست الوزراء لوړ مقام د ۶۲۵۲ ګڼه ۱۴۴۷/۸/۲۹ نېټې حکم پر اساس، د عوایدو لوی ریاست اړوند د دوو تنو رئیسانو تبدیلي ترسره سوه.
    د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو مرستیال، نقیب الله عابد، د عوایدو لوی ریاست اړوند مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو د وړاندي کولو رئیس په توګه او مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو مخکینۍ رئیس، اسدالله ساجد، د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په توګه ټاکل سوي او خپلي دندي ئې پیل کړي دي.
    د یادولو وړ ده، چي د بېلابېلو ریاستونو په رهبري کي بدلونونه د چارو د لا اغېزمنتیا او غوره پایلو د ترلاسه کولو په موخه ترسره کیږي.