• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    له مستوفيانو سره د گمرکونو او عوايدو معین او د عوايدو لويې رئيسې ویډیو کنفرانس

    29 جوزا 1398

    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معين عبدالله رقيبي او د عوايدو لويې رئيسې آغلې آمنې احمدي په دغه ويډيو کنفرانس کې د ولايتي عوايدو د تنقيص د حلولو، د پلازمېنې کابل او ولايتي مالياتي ادارو د اجرااتو د يو ډول کولو او د ولايتي عوايدو د پلان د تطبيق د اړوندو راهکارونو د وړاندې کولو او ښه‌والي په موخه هراړخيزې خبرې وکړې.

    د ننگرهار، کاپيسا، لوگر او ميدان وردگ مستوفيانو په خپل وار سره د اصنافو د سهم کرايې، د غيرمالياتي عوايدو او له شرکتونو څخه د مالياتو د ټولولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

    په پای کې د گمرکونو او عوايدو معين او د عوايدو لويې رئيسې له لوري د مستوفيتونو په نورو اړوندو چارو کې مستوفيانو ته اړينې لارښوونې وکړې.

    د يادونې وړ ده چې د دغه ويډيو کنفرانس پر مهال د عوايدو لوی رياست اړوند د ولايتي عوايدو د پراختيا او انسجام رئيس محمد انيس پناه او د عوايدو د پلان او ارزونې رئيس عبدالديان فايز هم حاضر وو.