• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی رئیس د یاد ریاست له مرستیالانو سره ناسته ترسره کړه.

    WhatsApp Image 2026-02-21 at 10.57.56 AM.jpeg

    2 حوت 1404
    د کب ۲مه، ۱۴۰۴ هـ.ش
    د عوایدو لوی رئیس د یاد ریاست له مرستیالانو سره د کارکوونکو د سیرت، صورت، له مراجعه کوونکو سره د برخورد او اداري کارونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره کړه.
    یاده ناسته د قرآن عظیم‌الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. په ناسته کي د عوایدو لوی ریاست د کارکوونکو د سیرت او صورت، مراجعه کوونکو ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په موخه د کارکوونکو له لوري د اضافي وخت کار کولو او له مراجعه کوونکو سره د نېک سلوک په اړه هر اړخیزي خبري وسوې.
    په پای کي مرستیالانو ته دنده وسپارل سوه، چي تر لاس لاندي کارکوونکو د سیرت، صورت او له مراجعه کوونکو سره د چلند منظمه څارنه ترسره کړي. همدارنګه، د اداري کارونو د بهبود او پراختیا له پاره دي منظمه کاري طرحه جوړه کړي، څو د عوایدو لوی ریاست مراجعینو ته په اضافي وخت کي هم خدمات وړاندي سي.
    د یادولو وړ ده، چي د عوایدو لوی رئیس مراجعه کوونکو ته د غوره خدمتونو او سهولتونو د رامنځته کولو په موخه له مرستیالانو سره ورته ناستي ترسره کوي.