• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست غزني کي له سوداګرو، صنعت کارانو، خصوصی سکټور او د سکټوري ریاستونو له استازو سره ناسته وکړه.

    22 دلو 1404
    د سلواغې ۲۲مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
    د غزني ولایت له سوداګرو، صنعتکارانو، خصوصي سکټور او د سکټوري ریاستونو له استازو سره د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل بهیر په اړه معلوماتي ناسته د یاد ولایت په مقام کي ترسره سوه.
    په همدې اړه جوړه سوې غونډه کي د غزني والي، مستوفي، د سکټوري ریاستونو رئیسانو او د مالي برخي کارکوونکو سربېره سوداګرو، صنعت کارانو، خصوصۍ سکټور او د سکټوري ریاستونو استازو ګډون کړی وو.
    د غزني والي ملا عبدالصمد جاوید د هیواد د آبادۍ له پاره پر وخت د مالیې پر ورکړي ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه، والي، مستوفي او نور مسؤلین د هیواد ابادونکي نه دي، بلکي تاسي یاست، چي د هیواد د آبادۍ زمینه برابروي او د مالیې په ورکړي سره خپل مسؤلیت ادا کوئ.
    د ناستي ګډونوالو ته د کورني صنعت او سوداګري د ملاتړ او پراختیا په موخه د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیې ډولونو، د مالیې د تحصیل بهیر، د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو سربېره د غیر مالیاتي عوایدو د ترلاسه کولو پر څرنګوالي، په ټایس (TAIS) سیسټم کي د قراردادونو د ثبت پر لارو چار او د RMIS سیسټم د کاروني په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول.
    د ناستي په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته مسلکي او علمي ځوابونه ورکړل سول.