د سلواغې ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
هلمند ولایت ته د سوداګرو، صنعتکارانو او د خصوصي سکټور د استازو د مالیاتي ظرفیت لوړولو په موخه د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست ورغلي پلاوي، د هلمند والي په مشرۍ د خصوصي سکټور د بېلابېلو اتحادیو له استازو سره ناسته ترسره کړه. دغه ناسته د ولایت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه.
په یاده ناسته کي د هلمند والي، د ولایت مقام د دفتر رئیس، مستوفي، د عوایدو لوی ریاست پلاوي، د بېلابېلو اتحادیو مسؤلینو، سوداګرو، صنعتکارانو، درمل پلورنکو، د اصنافو استازو، د پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو استازو او د مالي برخي کارکوونکو ګډون کړی و.
د هلمند والي الحاج مولوي امامالدین منصور، یاد ولایت ته د مالیې وزارت د ورغلي پلاوي د سفر او ناستو په ارزښت خبري وکړې او وې ویل، چي دغه سفر د خصوصي سکټور د ملاتړ او همکارۍ تر څنګ د هغوی د ستونزو د اورېدو او د حل لارو د شریکولو له پاره مهم دی. نوموړي زیاته کړه، چي د ولایت مقام دروازې تل د ولس پر مخ خلاصي دي او د خلګو مشروع غوښتني او مستند شکایتونه اورېدل کیږي او د ستونزو د حل له پاره تل د هیوادوالو خدمت کي یو.
په همدي حال کي د عوایدو لوی ریاست استازو ګډونوالو ته په مالیاتو کي د رامنځته سوو معافیتونو او تخفیفونو، د مالیاتو د ډولونو، نورمونو او د اخیستلو د بهیر ترڅنګ، د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
همدا راز، د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول او د هغوی نظریات او غوښتني د راتلونکو اقداماتو د تنظیم او پلي کولو په موخه یادداښت سوې.