په هلمند کي د پوهنتونونو استادانو او د سکټوري ریاستونو استازو ته د مالیاتي نظام اړوند معلومات ورکړل سول!
16 دلو 1404
د سلواغې ۱۶ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د هلمند پوهنتون استادانو، په هلمند ولایت کي د خصوصي پوهنتونونو استادانو، د سکټوري ریاستونو استازو او د مالي برخي کارکوونکو ته د افغانستان د مالیاتي نظام په تړاو معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندي سول.
په همدې موخه جوړو سوو غونډو کي د هلمند مستوفي، د هلمند پوهنتون رئیس، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استازو، د بېلابیلو پوهنځیو استادانو، د سکټوري ریاستونو استازو او د مالي برخي کارکوونکو ګډون کړی و.
په یادو معلوماتي پرزنټېشنونو کي د عوایدو لوی ریاست استازو له لوري ګډونوالو ته د افغانستان د مالیاتي نظام، د کورني صنعت د پرمختګ او ملاتړ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري رامنځته سوو مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د مالیاتو ډولونو او اړوندو پروسیجرونو، د مالیې وزارت له لوري د مالیې د راټولولو په موخه د کارېدونکو سیسټمونو، د TAIS او RMIS سیسټمونو د کاروني څرنګوالي، او د موضوعي مالیې د نورمونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي سول.
همدارنګه د مالیاتي نظام د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کي د پوهنتونونو د استادانو پر فعال رول ټینګار وسو او له هغوی وغوښتل سول، چي د مالیې وزارت سره په همغږۍ د مالیاتي نظام د لا پیاوړتیا له پاره علمي او مسلکي څېړني ترسره کړي.
په پای کي د عوایدو لوی ریاست استازو د ګډونوالو پوښتنو ته تخنیکي او مسلکي ځوابونه ورکړل سول.