د سلواغې ۱۶مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د نیمروز ولایت سوداګرو، صنعتکارانو، صرافانو، اصنافو، ډاکټرانو او د خصوصي سیکټور استازو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او مالیاتي اصولو په تړاو معلوماتي پریزینټېشن د نیمروز مستوفیت د غونډو په تالار کي وړاندي سو.
په همدې اړه جوړه سوې غونډه کي د نیمروز مرستیال والي، مستوفي، سوداګرو، صنعتکارانو، ډاکټرانو، صرافانو او اصنافو سربېره د خصوصي سیکټور استازو او د مالي چارو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د نیمروز مرستیال والي الحاج مولوي تورجان احمدي، نیمروز ته د عوایدو لوی ریاست د ورغلي هیئت هرکلی وکړ او وئې ویل، چي پر ټاکلي وخت د مالیې ورکول د هیواد د ابادۍ او پرمختګ وسیله ده، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري د مالیاتو په نورمونو کي ګڼ تخفیفونه رامنځته سوي او هڅه کېږي، چي د کورني صنعت د پراختیا او پر ځان بسیایني په موخه خصوصي سیکټور ته لا ډېري مالیاتي اسانتیاوی رامنځته کړي.
د عوایدو لوی ریاست استازو ګډونوالو ته د ملي بودیجې پر جوړښت او تمویل، د افغانستان مالیاتي نظام، په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رامنځته سویو معافیتونو او تخفیفونو، د مالیه ورکوونکو د حقونو، مکلفیتونو او مالیاتي پروسیجرونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
په پای کي له ګډونوالو وغوښتل سول، چي د مالیاتي ستونزو د حل په موخه دي خپلي ستونزي وخت په وخت له مستوفیت سره شریکي کړي.