د سلواغې ۱۴مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د فراه ولایت له سوداګرو، صنعتکارانو او د خصوصي سکټور استازو سره د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل بهیر پرزنټېشن د یاد ولایت په مقام کي ترسره سو.
په همدې اړه جوړه سوي غونډه کي د اوبو او برښنا وزیر، د فراه والي، مرستیال والي، مستوفي، د صنعت او سوداګرۍ خونو رئیسانو سربیره سوداګرو، صنعت کارانو، د خصوصي سکټور استازو او د مالي برخي کارکوونکو ګډون کړی وو.
د اوبو او انرژۍ وزیر، الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د هیواد د پرمختګ او ځان بسیایني له پاره د مالیې د ورکړي پر ارزښت خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي هیواد د ټولو ګډ کور دئ او آبادول ئې پر ټولو لازم دي، موږ ټول باید خپله ونډه په کي واخلو، ستاسو مسؤلیت پر وخت او ریښتیني مالیې په ورکړي سره ادا کیږي.
د عوایدو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکمل ګډونوالو ته د ملي بودیجې پر جوړښت او تمویل، د افغانستان مالیاتي نظام، په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رامنځته سویو معافیتونو او تخفیفونو، د مالیه ورکوونکو د حقونو، مکلفیتونو او مالیاتي پروسیجرونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
په پای کي له ګډونوالو وغوښتل سول، چي د مالیاتي ستونزو د حل په موخه دي خپلي ستونزي وخت په وخت له مستوفیت سره شریکي کړي.