• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د هرات ولایت له سکټوري ریاستونو، سوداګرو، صنعت کارانو او مالیه ورکوونکو سره ناستي وکړې.

    WhatsApp Image 2026-02-02 at 9.31.49 AM.jpeg

    13 دلو 1404
    د سلواغې ۱۲مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
    د هرات ولایت د سکټوري ریاستونو له استازو، سوداګرو، صنعتکارانو او مالیه ورکوونکو سره د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل بهیر په اړه معلوماتي ناستي د یاد ولایت په مقام کي ترسره سوه.
    په همدې اړه جوړه سوي غونډه کي د هرات ولایت د دفتر رئیس، مستوفي، د سکټوري ریاستونو استازو او د مالي برخي کارکوونکو سربېره سوداګرو، صنعت کارانو، ډاکټرانو او مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.
    ګډونوالو ته د اسلامي امارت تر فتحي وروسته د کورني صنعت او سوداګري د ملاتړ او پراختیا په موخه د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیې ډولونو، د مالیې د تحصیل بهیر، د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو سربیره د غیرمالیاتي عوایدو د ترلاسه کولو پر څرنګوالي، په ټایس (TAIS) سیسټم کي د قراردادونو د ثبت پر لارو چارو، د RMIS سیسټم پر کاروني، د موضوعي مالیاتو د نورمونو او د مالیاتي پروسیجرونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول.
    په پای کي له ګډونوالو وغوښتل سول، چي د مالیاتي ستونزو د حل په موخه دي خپلي ستونزي مستقیماً له مستوفیت سره شریکي کړي.