د سلواغې ۱۲مه، ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د اصنافو او د هرات پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته د افغانستان د مالیاتي نظام په تړاو معلومات په جلا جلا غونډو کي وړاندي سول.
په همدې موخه جوړو سویو غونډو کي د هرات مستوفي، د هرات پوهنتون رئیس، د هرات د خصوصي پوهنتونونو استازو او د بېلابېلو پوهنځیو، استادانو، اصنافو او کسبګرو ګډون کړی وو.
د عوایدو لوی ریاست استازو ګډونوالو ته د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه معلوماتي پریزنټېشنونه وړاندي کړل، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري د کورني صنعت د ملاتړ او پراختیا په موخه په مالیاتو کي د رامنځته سویو مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو ترڅنګ د مالیاتو ډولونه، د پېرلو بهیر، د مالیې وزارت له لوري د کارېدونکو سیسټمونو او د مالي نظام په پراختیا او پیاوړتیا کي د پوهنتونونو د استادانو او علمي کادرونو رول او ارزښت په تړاو هر اړخیز معلومات پکښي شامل ول.
د یادو پروګرامونو په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول او د هغوی غوښتني د راتلونکو اقداماتو او لا ښې همغږۍ په موخه یاداښت سوې.