د سلواغې ۹مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د بادغیس د والي په مشرۍ، د یاد ولایت د سکټوري ریاستونو له استازو، سوداګرو، صنعتکارانو او مالیه ورکوونکو سره د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل بهیر په اړه معلوماتي ناسته د بادغیس ولایت په مقام کي ترسره سوه.
په دې ناسته کي د بادغیس والي، مرستیال والي، مستوفي، د مالیاتي عوایدو آمر، د سکټوري ریاستونو استازو او د مالي برخي کارکوونکو سربېره، ګڼ شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او مالیه ورکوونکو ګډون درلود.
د عوایدو لوی ریاست له لوري ګډونوالو ته له فتحي وروسته د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیې ډولونو، د مالیاتو د تحصیل بهیر، د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو، د غیر مالیاتي عوایدو د ترلاسه کولو څرنګوالي، په ټایس (TAIS) سیسټم کي د قراردادونو د ثبت لارو چارو، د RMIS سیسټم د کاروني، د موضوعي مالیاتو د نورمونو او د مالیاتي پروسیجرونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي سول.
د ناستي په پای کي له ګډونوالو وغوښتل سول، چي د مالیاتي ستونزو د حل په موخه خپلي ستونزي وخت په وخت له مستوفیت سره شریکي کړي.