د سلواغې ۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د فاریاب پوهنتون د بېلابیلو پوهنځیو استادانو ته د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه معلوماتي پریزینټېشن وړاندي سول.
په دې معلوماتي غونډه کي د عوایدو لوی ریاست استازو د «افغانستان د مالیاتي نظام» تر سرلیک لاندي هر اړخیز پریزینټېشن ورکړ، چي پکښي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د کورني صنعت د ملاتړ او پراختیا په موخه په مالیاتو کي رامنځته سوي معافیتونه او تخفیفونه، د مالیاتو ډولونه، د مالیې اخیستلو بهیر، د مالیې وزارت له لوري کارېدونکي سیسټمونه او د مالیاتي نظام د پیاوړتیا په برخه کي د استادانو او علمي کادرونو رول تشریح سول.
د پریزینټېشن پر مهال له ګډونوالو استادانو وغوښتل سول، چي د مالیاتي نظام د پرمختګ، د صنعتکارانو، سوداګرو او مالیه ورکوونکو له پاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه په دې برخه کي علمي څېړني ترسره کړي او خپلي پایلي دې د عوایدو لوی ریاست سره شریکي کړي. همدارنګه ټینګار وسو، چي استادان دي د مالیاتو د عامه پوهاوي د پراختیا له پاره خپلي تجربې او معلومات له محصلانو او د ټولني له نورو غړو سره شریکي کړي.
د سیمینار په پای کي د ګډونوالو پوښتني د اړوند مسؤولینو له لوري ځواب سوې.