د سلواغې۷مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري، د فاریاب ولایت په مقام کي د ریاستالوزراء د اداري مرستیال په مشرۍ د صنعتکارانو، سوداګرو، مالیه ورکوونکو، سيکټوري ادارو د استازو او د مالي چارو له کارکوونکو سره د مالیاتو عامه پوهاوي په تړاو ناسته وسوه.
په یاده ناسته کي د ا،ا،ا د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د فاریاب والي، مرستیال والي، مستوفي، د بېلابېلو سيکټوري ادارو رئیسانو، د مالي چارو کارکوونکو او ګڼ شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال د مالیې وزارت له لوري د مالیاتو د عامه پوهاوي په موخه د ورته ناستو ترسره کېدل وستایل او د صنعت او سوداګرۍ رول ئې د هیواد د اقتصادي ودي او آبادۍ له پاره خورا مهم وباله. نوموړي د اسلامي امارت له لوري د صنعت او سوداګرۍ د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
وروسته د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ځان بسیایني له پاره د کورني صنعت او سوداګرۍ پراختیا اړینه وبلله او زیاته ئې کړه، چي اسلامي امارت د سوداګرو او صنعتکارانو د ملاتړ په موخه د مالیاتي معافیتونو ترڅنګ د فعالیت له پاره د ځمکو د ورکړي بهیر هم پیل کړی دئ، چي له امله به ئې کورني تولیدات په لوړ کیفیت تولید او ولس ته به په مناسبه بیه وړاندي سي.
ورپسې د مالیې وزارت استازو ګډونوالو ته د صنعت او سوداګرۍ د ملاتړ په موخه په مالیاتو کي د رامنځته سویو تخفیفونو او معافیتونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیاتو ډولونه، د مالیاتو راټولولو بهیر، د غیرمالیاتي عوایدو د ترلاسه کولو څرنګوالي، په (TAIS) سیسټم کي د قراردادونو د ثبت طریقه، د (RMIS) سیسټم پر کاروني، د موضوعي مالیاتو د تطبیق نورمونو او د مالیاتي پروسیجرونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
په پای کي د ګډونوالو پوښتني واورېدل سوې او د مسئولینو له لوري ورته ځوابونه ورکړل سول.