د سلواغې ۶مه، ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د جوزجان پوهنتون او په یاد ولایت کي د خصوصي پوهنتونو د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته د افغانستان د مالیاتي نظام په تړاو معلوماتي پریزینټېشن وړاندي سو.
په همدې مناسبت جوړه سوې غونډه کي د جوزجان پوهنتون رئیس، مرستیالانو او استادانو، د یاد ولایت مستوفي، د جوزجان ولایت د خصوصي پوهنتونونو استادانو او د مالي چارو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د عوایدو لوی ریاست استازو ګډونوالو ته د صنعت او سوداګرۍ د ملاتړ په موخه په مالیاتو کي رامنځته سویو تخفیفونو او معافیتونو، د افغانستان مالیاتي نظام، د مالیې ډولونه، د اخیستلو بهیر، د مالیې وزارت له لوري کارېدونکو سیسټمونو او د مالیاتي نظام د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کي د استادانو او علمي کادرونو پر رول هر اړخیز معلوماتي پریزینټېشن وړاندي کړ.
په پای کي د ګډونوالو پوښتني ځواب سوې.