• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د مالیاتي پروسیجرونو د تشریح او عوایدو د تنظیم په موخه په جوزجان کي له سوداګرو او سکټوري ریاستونو سره ناستي وکړې!

    5 دلو 1404
    د سلواغې ۵مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
    د جوزجان ولایت سوداګرو، صنعتکارانو، مالیه ‌ورکوونکو او د سکټوري ریاستونو کارکوونکو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل د بهیر په اړه معلوماتي سیمینارونه په دوو جلا غونډو کي ترسره سول.
    په همدې تړاو جوړو سوو غونډو کي د جوزجان والي، د یاد ولایت مستوفي، د عوایدو لوی ریاست استازو، سوداګرو، صنعتکارانو، لسګونه مالیه ‌ورکوونکو، د سکټوري ریاستونو استازو او د مالي برخي کارکوونکو ګډون کړی وو.
    لومړۍ غونډه د صنعتکارانو، سوداګرو او مالیه ‌ورکوونکو له پاره د مالیاتي اسانتیاوو او مکلفیتونو د تشریح په موخه د ولایت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، چي تر تلاوت وروسته په کي د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیاتو د ډولونو، د مالیاتو د تحصیل د بهیر، او د مالیه‌ ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو په اړه هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک سول.
    په دوهمه غونډه کي د سکټوري ریاستونو د مالیاتي برخي کارکوونکو ته د مالیاتي سیسټمونو د اغېزمني کاروني، د غیرمالیاتي عوایدو د ترلاسه کولو د څرنګوالي، په ټایس (TAIS) سیسټم کي د قراردادونو د ثبت د لارو چارو، د RMIS سیسټم د کاروني، د موضوعي مالیاتو د وضع کولو د نورمونو او د مالیاتي پروسیجرونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول.
    په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول او غوښتني ئې د راتلونکو اقداماتو په موخه یاداښت سوې.