د سلواغې لومړۍ ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د بلخ پوهنتون او خصوصي پوهنتونو ښوونکو ته د دغه پوهنتون د غونډو په تالار کي د افغانستان د مالیاتي نظام په تړاو معلوماتي پریزینټېشن وړاندي سو.
په همدې مناسبت جوړه سوې غونډه کي د بلخ پوهنتون رئیس او ښوونکو، د یاد ولایت مستوفي، د بلخ ولایت د خصوصي پوهنتونونو ښوونکو او د مالي چارو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د عوایدو لوی ریاست استازو دوی ته د اسلامي نظام له بیا حاکمیت را وروسته د سوداګرۍ په ملاتړ په مالیاتو کي په ورکړل سویو تخفیفونو او معافیتونو، د مالیاتي نظام د پیاوړي کولو، د ښوونکو او علمي کادرونو پر رول او اهمیت هر اړخیز معلوماتي پریزینټېشن وړاندي کړ.
د سیمینار په پای کي د ګډونوالو پوښتني ځواب او د مالیاتي پروسو د اسانتیا او پراختیا په موخه د هغوی نظریات، وړاندیزونه او طرحي یاداښت سوې؛ تر څو په راتلونکي کي مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه وکارول سي.