د جدي ۲۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د عوایدو لوی ریاست د بدخشان ولایت د سکټوري ریاستونو استازو سره د عوایدو د تنظیم او راټولولو په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کي د بدخشان مستوفي، د عوایدو لوی ریاست استازو، د یاد ولایت د سکټوري ریاستونو استازو او د مالي برخي کارکوونکو ګډون کړی وو.
په همدې اړه جوړه سوې غونډه کي د عوایدو لوی ریاست له لوري ګډونوالو ته د موضوعي مالیاتو د سنجش او ترلاسه کولو طریقو، په ټایس (TAIS) سیسټم کي د قراردادونو ثبت، د غیر مالیاتي عوایدو د راټولولو بهیر او عوایدي فرصتونو په اړه بشپړ معلومات ورکول سول.
په پای کي د ګډونوالو پوښتني ځواب سوې او غوښتني ئې د راتلونکو اقداماتو په موخه یاداښت سوې.