• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د بدخشان له صنعتکارانو، سوداګرو او خصوصي سکټور له استازو سره ناسته وکړه!

    28 جدی 1404
    د جدي ۲۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
    د مالیې وزارت اړوند د عوایدو لوی ریاست استازو بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کي د یاد ولایت له صنعتکارانو، سوداګرو او خصوصي سکټور له استازو سره ناسته ترسره کړه.
    په دې ناسته کي د بدخشان والي، مستوفي، د عوایدو لوی ریاست استازو او لسګونو صنعت کارانو، سوداګرو او خصوصي سکټور مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.
    ناسته د بدخشان والي شېخ محمد اسماعیل غزنوي په وینا سره پیل سوه. نوموړي پر وخت او په صادقانه توګه د مالیې ورکړه؛ د هیواد د پرمختګ او ابادۍ لاره وبلله. نوموړي زیاته کړه، هیواد یوازي پر اسلحه نه ساتل کیږی، بلکي ملي بودیجه ده، چي د هیواد په ساتنه کي رغنده رول لري او زموږ ملي بودیجه پر مالیاتو تکیه ده، چي پر مټ ئې د قوش تیپې په څېر ستري پروژې تمویلیږي.
    ورپسې د بدخشان مستوفي مولوي احمدګل حمید یاد ولایت ته د عوایدو لوی ریاست د ورغلي هیئت د سفر په موخه او هدف خبري وکړې، او دا چاره ئې د عامه اذهانو د روښانولو له پاره غوره اقدام وباله. نوموړي په مالیاتو کي رامنځته سوو تخفیفونو ته په اشارې وویل، د نړۍ د عرف خلاف مشرانو د مالیه ورکوونکو د اسانتیا په موخه په مالیات کي بېلابېل تخفیفونه رامنځته کړي دي.
    د عوایدو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکمل ګډونوالو ته د ملي بودیجې پر جوړښت او تمویل، د افغانستان مالیاتي نظام، په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رامنځته سویو معافیتونو او تخفیفونو، د مالیه‌ ورکوونکو د حقونو، مکلفیتونو او مالیاتي پروسیجرونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
    په پاي کي د سوداګرو، صنعتکارانو او خصوصي سکټور د استازو پوښتني ځواب، غوښتني او نظریات ئې د مالیاتي نظام د پرمختګ په موخه یاداښت سوې.