د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت له صنعت کارانو، سوداګرو، د خصوصي سکټور مالیه ورکوونکو، د پوهنتون د بېلابیلو پوهنځیو استادانو او د سکټوري ریاستونو استازو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل بهیر په اړه معلوماتي سیمینارونه په درو جلا غونډو کي ترسره سول.
په همدې اړه جوړو سويو جلا غونډو کي د مالیاتو په برخه کي د مالیه ورکوونکو پر حقوقو او مکلفیتونو، د پوهنتون استادانو د ظرفیت لوړوني پر اهمیت، د مالیاتي سیسټمونو د مؤثري کاروني او په ټوله کي د مالیاتو په برخه کي د عامه پوهاوي سیمینارونو پر دوام خبري وسوې.
د تخار مرستیال والي ملا محمد نادر حقجو د مالیې پر ارزښت او د مصرف په څرنګوالي خبري وکړې او زیاته ئې کړه، ستاسو مالیاتو بیت المال ته جمعه کېږي او د هیواد د آبادۍ او پرمختګ په موخه کاریږي. نوموړي مالیه ورکوونکو ته د هیواد په آبادۍ کي د فعالي برخي اخیستني په موخه پر وخت د مالیې د ورکړي سپارښتنه وکړه.
ورپسې د عوایدو لوی ریاست استازو له لوري د معلوماتي پرزینټېشنونو په ترڅ کي تر فتحي وروسته د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیې ډولونو، د مالیې د تحصیل بهیر، د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو، د مالیاتي نظام د پیاوړتیا په برخه کي د پوهنتون د استادانو او محصلانو پر رول، د غیرمالیاتي عوایدو د ترلاسه کولو پر څرنګوالي، په ټایس سیسټم کي د قراردادونو د ثبت پر لارو چارو، د موضوعي مالیاتو وضع کولو پر نورمونو او د مالیاتي پروسیجرونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول.
په پای کي د ګډونوالو پوښتني ځواب او د هغوی نظریات، وړاندیزونه او طرحي یاداښت سوې؛ تر څو په راتلونکي کي مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه وکارول سي. همدارنګه ځیني مهمي ستونزي، چي په یاد ولایت کي د ولایت مقام له لوري د حل وړ وي، له مرستیال والي سره شریکي سوې.