د عوایدو لوی ریاست استازو د کندز پوهنتون استادانو او سکټوري ریاستونو سره د مالیاتي ظرفیت لوړوني په موخه ناستي ترسره کړې!
24 جدی 1404
د مرغومي ۲۴ ۱۴۰۴ه.ل
د کندز پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او د سکټوري ریاستونو استازو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل بهیر په اړه معلوماتي سیمینارونه په دوه جلا غونډو کي ترسره سوه.
په همدې اړه جوړو سوو غونډو کي د کندز پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو، د کندز مستوفيت د بررسۍ آمر، د عوایدو لوی ریاست استازو او د سکټوري ریاستونو د مالیاتي برخي کارکوونکو ګډون کړی وو.
لومړۍ غونډه د کندز پوهنتون د رئیس په وینا سره پیل سوه. نوموړي کندز پوهنتون ته د عوایدو لوی ریاست د استازو د ورتګ هرکلی وکړ او زیاته ئې کړه، چي د اسلامي نظام ساتنه د ټولو افغانانو مسؤلیت دئ، او په دې برخه کي د پوهنتون د استادانو مسؤلیت په اسلامي او ملي روحیه د محصلانو روزنه ده. د مالیاتو په برخه کي د پوهنتون د استادانو ظرفیت لوړونه مستقیماً د محصلانو په سالمي او مسلکي روزني اغېز لري، نو باید دا ډول پروګرامونه جاري وساتل سي.
د عوایدو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، روزي محمد نېکمل، د یوې پرزینټېشن په ترڅ کي تر فتحي وروسته د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیې ډولونو، د مالیې د تحصیل بهیر، د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو او همدارنګه د افغانستان د مالیاتي نظام د پیاوړتیا په برخه کي د پوهنتون د استادانو او محصلانو پر رول او اهمیت هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
دوهمه غونډه د سکټوري ریاستونو د مالیاتي برخي کارکوونکو ته د مالیاتي سیسټمونو د موثري کاروني په موخه ترتیب سوې وه، چي په کي د عوایدو لوی ریاست له لوري ګډونوالو ته د غیرمالیاتي عوایدو د ترلاسه کولو پر څرنګوالي، په ټایس سیسټم کي د قراردادونو د ثبت پر لارو چارو، د موضوعي مالیاتو وضع کول پر نورمونو او د مالیاتي پروسیجرونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول.
د غونډو په پای کي د ګډونوالو پوښتني ځواب او د مالیاتي پروسو د اسانتیا او پراختیا په موخه د هغوی نظریات، وړاندیزونه او طرحي یاداښت سوې؛ تر څو په راتلونکي کي مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه وکارول سي.