د عوایدو لوی ریاست د کندز ولایت له ملي سوداګرو او صنعت کارانو سره ناسته ترسره کړه!
22 جدی 1404
د جدی ۲۲ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د کندز مرستیال والي په مشرۍ، په مالیاتو کي د رامنځته سوو تخفیفونو او معافیتونو تشریح او د ستونزو اورېدو په موخه، د یاد ولایت له سوداګرو، صنعت کارانو او مالیه ورکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
په همدې تړاو جوړه سوي غونډه کي د کندز مرستیال والي، مستوفي او د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس او د عوایدو لوی ریاست استازو سربېره لسګونو سوداګرو، صنعتکارانو، صرافانو او مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.
ناسته د کندز مرستیال والي حبیب الرحمن سهیب په وینا سره پیل سوه، نوموړي د مالیې د ورکړي په موخه له صنعتکارانو، سوداګرو او مالیه ورکوونکو د هڅوني په موخه ولایتونو ته د عوایدو لوی ریاست د سفرونو ستاینه او د دې بهیر د دوام غوښتنه ئې وکړه. ښاغلي سهیب زیاته کړه، ترلاسه سوي مالیات بېرته د هیواد په بیارغونه او پرمختګ کي مصرفیږي. هیڅ څوک د مالیاتو څخه ناوړه استفاده نه سي کولای بلکي ټول مالیات بیت المال ته ټولیږي او د نظام، ولس او هیواد په ګټه کارول کیږي.
د کندز مستوفي الحاج ملا عبدالوارث عتیق یاد ولایت ته د عوایدو لوی ریاست د استازو د ورتلو هرکلی وکړ او د سوداګرو، صنعتکارانو او خصوصي سکټور د ظرفیت لوړونې او مالیاتي ستونزو د حل په موخه ئې د ورته پروګرامونو او ناستو د بیا بیا ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
ګډونوالو کندز ولایت ته د عوایدو لوی ریاست د استازو پر سفر او هلته مالیه ورکوونکو ته د مالیاتي نظام او پروسې په اړه د معلوماتي سیمینار په وړاندي کولو او د هغوي د ستونزو په اورېدو خوښي وښوده او یاده چاره ئې د سوداګرو او صنعت کارانو ملاتړ او لارښووني له پاره بې ساري وبلله.
د مالیاتو د عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکمل له لوري د یوه پرزنټېشن په ترڅ کي، د مالیې وزارت د کلیدي دندو او مسؤلیتونو، د ملي بودیجې پر جوړښت، په افغانستان کي د مالیاتو ډولونو، په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رامنځته سویو معافیتونو او تخفیفونو، د مالیه ورکوونکو د حقونو، مکلفیتونو او مالیاتي پروسیجرونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول.
په پای کي د ګډونوالو پوښتني ځواب سوې. نظریات اوغوښتني ئې د راتلونکو اقداماتو په موخه یاداښت سوې.