• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د بغلان پوهنتون استادانو او محصلانو ته د افغانستان مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل بهیر په اړه معلومات وړاندي سول!

    22 جدی 1404
    د مرغومي ۲۲ ۱۴۰۴ه.ل
    د بغلان پوهنتون د شرعیاتو، اقتصاد، حقوق او سیاسي علومو پوهنځیو استادانو او محصلانو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د تحصیل بهیر په اړه معلوماتي سیمینار د یاد پوهنتون د غونډو په تالار کي ترسره سو.
    په همدې اړه جوړه سوي غونډه کي د بغلان مستوفي، د بغلان پوهنتون علمي مرستیال، د عوایدو لوی ریاست استازو، د شرعیاتو اقتصاد، حقوق او سیاسي علومو پوهنځیو استادانو او محصلانو ګډون کړی وو.
    غونډه د بغلان پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل ګل رحمن رحماني په وینا سره پیل سوه. نوموړي بغلان پوهنتون ته د عوایدو لوی ریاست د استازو د ورتګ هرکلی وکړ او زیاته ئې کړه، چي دا اقدام د عامه اذهانو په روښانولو کي خورا اغېزمن دی. نوموړي د محصلانو د ظرفیت لوړوني په موخه د ورته برنامو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
    د بغلان مستوفي مولوي بشیر احمد نعماني د هیواد د اقتصادي پرمختګ له پاره د مالیاتو په ارزښت او د مالیاتي تصفیې په برخه کي د اسانتیاوو د رامنځته کېدو په موخه د عامه پوهاوي سیمینارونو په اهمیت وغږېده. همدارنګه نوموړي له سیالو هیوادونو سره د سیالۍ له پاره د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو په زده کړه هم ټینګار وکړ.
    د عوایدو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، روزي محمد نېکمل، د یوې پرزینټېشن په ترڅ کي تر فتحي وروسته د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیې ډولونو، د مالیې د تحصیل بهیر، د مالیه ورکوونکو د حقوقو او مکلفیتونو او همدارنګه د افغانستان د مالیاتي نظام د پیاوړتیا په برخه کي د پوهنتون د استادانو او محصلانو پر رول او اهمیت هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
    د سیمینار په پای کي د ګډونوالو پوښتني ځواب او د مالیاتي پروسو د اسانتیا او پراختیا په موخه د هغوی نظریات، وړاندیزونه او طرحي یاداښت سوې؛ تر څو په راتلونکي کي مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه وکارول سي.