د جدی ۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د بغلان مستوفیت په همکارۍ، په مالیاتو کي د رامنځته سوو تخفیفونو او معافیتونو تشریح او د ستونزو اورېدو په موخه، له مالیه ورکوونکو سره ناسته د ولایت مقام د غونډو په تالار کي ترسره سوه.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د بغلان والي، مستوفي، د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس، د عوایدو لوی ریاست استازو، لسګونو سوداګرو، صنعتکارانو، صرافانو، ډاکټرانو او صنفي مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.
په پیل کي د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل، چي هر نظام د بقا له پاره پیاوړي اقتصاد ته اړتیا لري. زموږ د هیواد اقتصادي برخه تر ډېره پر مالیاتو ولاړه ده. ښاغلي حقاني سوداګر د اسلامي نظام اقتصادي لښکر وبلل او له هغوی ئې وغوښتل؛ ترڅو د اسلامي نظام ملاتړ ته د تېر په څېر دوام ورکړي.
د بغلان مستوفي مولوي بشیر احمد نعماني یاد ولایت ته د عوایدو لوی ریاست د استازو د ورتلو هرکلی وکړ او د مالیه ورکوونکو د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه ئې د ورته پروګرامونه د بیا بیا ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
وروسته بیا د مالیاتو د عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکمل د یوه پریزینټېشن په ترڅ کي د مالیې وزارت د کلیدي دندو او مسئولیتونو، د ملي بودیجې پر جوړښت، په افغانستان کي د مالیاتو ډولونو، په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رامنځته سویو معافیتونو او تخفیفونو، د مالیه ورکوونکو د حقونو، مکلفیتونو او مالیاتي پروسیجرونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
په پای کي د ګډونوالو پوښتني ځواب سوې، نظریات او غوښتني ئې واوېدل سوې او د راتلونکو اقداماتو په موخه یاداښت سوې.