• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی فارغو محصلانو او ذي دخلو امارتي ادارو مسؤلینو ته د مالیاتو روزنیز سیمینار وړاندي سو!

    13 جدی 1404
    ۱۳/۱۰/۱۴۰۴ هـ.ل
    دمالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د «له تیورۍ تر عمله» تر عنوان لاندي د مالیاتو روزنیز سیمینار د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د غونډو په تالار کي د یاد پوهنځی فارغو محصلانو او د ذي دخلو امارتي ادارو مسؤلینو ته وړاندي سو.
    یاد سیمینار کي د عوایدو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، د عامه اړیکو لوی مدیر، د کندهار مستوفیت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مدیر، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی رئیس، استادانو، فارغو محصلانو او د ذي ‌دخلو امارتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو. همدارنګه د میرویس نېکه پوهنتون د اقتصاد پوهنځی رئیس او استادانو هم په دغه روزنیز پروګرام کي برخه اخیستې وه.
    د سیمینار د پرانیستي وینا د اقتصاد پوهنځي رئیس، پوهنیار عبدالله زیارمل وکړه. نوموړي د عوایدو لوی ریاست له لوري د دغه روزنیز سیمینار پر تنظیم خوښي څرګنده کړه او وئې ویل: «د خوښۍ ځای دئ، چي نن د اقتصاد پوهنځی فارغو محصلانو ته د عوایدو لوی ریاست په همکارۍ دا روزنیز سیمینار ترسره کیږي.»
    هغه زیاته کړه، چي د اقتصاد پوهنځی به له دې وروسته هڅه وکړي د عوایدو لوی ریاست او کندهار مستوفیت سره په همغږۍ ورته روزنیز پروګرامونه د محصلانو له پاره هم تنظیم کړي، تر څو د مالیاتو په برخه کي د هغوی معلومات زیات او پر کاري بهیر ئې مثبت اغېز ولري.
    ورپسې د عوایدو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، روزي محمد نېکمل د یوې پرزینټېشن په ترڅ کي د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته د مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو، د افغانستان د مالیاتي نظام، د مالیې ډولونو، د مالیې د تحصیل پروسو، د مالیه ورکوونکو د حقونو او مکلفیتونو او همدارنګه د افغانستان د مالیاتي نظام د پیاوړتیا په برخه کي د اقتصاد پوهنځی د فارغو محصلانو پر رول او اهمیت هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
    په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته مسلکي او تخنیکي ځوابونه ورکړل سول او د مالیاتي نظام د لا پرمختګ په موخه د ګډونوالو نظریات، وړاندیزونه او طرحي راټولي سوې، تر څو د وروستیو اقداماتو له پاره له اړوندو مشرانو سره شریکي سي.