د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کندهار پوهنتون استادانو ته د مالیاتو په اړه یو ورځنۍ روزنیز پروګرام د یاد پوهنتون د غونډو په تالار کي ترسره سو.
په دغه روزنیز پروګرام کي کندهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، د کندهار مستوفیت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مدیر او د کندهار پوهنتون د مختلفو پوهنځیو استادانو ګډون کړی وو.
سیمینار د کندهار پوهنتون د رئیس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي په وینا سره پیل سو. نوموړي د عوایدو لوی ریاست پر دې اقدام خوښي څرګنده کړه او هیله ئې وښوده، چي په راتلونکي کي د یاد پوهنتون محصلانو ته هم د مالیاتو د عامه پوهاوي سیمینار وړاندي سي. نوموړي وویل، د عامه پوهاوي دا ډول پروګرامونه د پوهنتون د استادانو او محصلانو له پاره خورا ګټور دي. د نن محصلان د سبا ورځي کاري قوه ده، که د مالیاتو په برخه کي د دوی ظرفیت لوړ سي، په راتلونکي کي د شرکتونو او نهادونو مالیات په خورا مسلکي بڼه تصفیه کولای سي. نو باید د عوایدو لوی ریاست د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو مسلکي روزني ته هم ډېره پاملرنه وکړي.
په یاد روزنیز سیمینار کي د عوایدو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکمل ګډونوالو ته د مالیاتو په اړه مفصل پرزنټېشن وړاندي کړ، چي پکښي په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري رامنځته سوي معافیتونه او تخفیفونه، د مالیاتو ډولونه، د مالیه ورکوونکو مکلفیتونه، مالیاتي پروسیجرونه، د مالیې سنجش او د عوایدو د مصرف ځایونه په تفصیل سره تشریح سول.
ګډونوالو ته د مالیاتو په اړه د لا ډېرو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه د عوایدو لوی ریاست له لوري چاپ سوی د افغانستان د مالیاتو لارښود کتاب ووېشل سو. د ګډونوالو پوښتنو ته تخنیکي او مسلکي ځوابونه ورکړل سول او په پای کي د افغانستان د مالیاتي نظام د پراختیا په اړه د کندهار پوهنتون د استادانو وړاندیزونه او طرحي واورېدل سوې، د مشرانو سره د شریکولو او راتلونکو اقداماتو په موخه یاداښت سوې.