• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست ټاکل سوي پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ!

    9 جدی 1404
    د مرغومي۹مه، ۱۴۰۴هـ.ل

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ، ټاکل سوي پلاوي د هرات مستوفیت د چارو د ارزوني، څارني او لا ښه والي په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
    یاد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کي د هرات د کانونو، صنعت او سوداګرۍ خونو له مسؤلینو سره ناسته وکړه. په دې ناسته کي د مالیاتي مکلفیتونو د ادایني پر وړاندي د سته خنډونو او ځنډونو پر لاملونو بحث وسو او د ستونزو د حل پر لارو چارو خبري وسوې.
    وروسته د یاد پلاوي غړو د هرات ولایت په مقام کي له والي شیخ الحدیث نور احمد اسلام جار سره هم وکتل. په دې لیدنه کي د هرات مستوفیت د چارو د پرمختګ، تنظیم او چټکتیا په اړه خبري وسوې. د هرات والي د مستوفیت اړوند هري موضوع ته د لومړیتوب ورکولو او بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ.
    همدا راز د مستوفیت د چارو د لا ښه والي، دقت او سرعت په موخه د عوایدو لوی رئیس د هرات مستوفیت په مقام کي له مستوفي، آمرینو او کارکوونکو سره ناسته وکړه. په دې ناسته کي نوموړي د مستوفیت کارکوونکو ته له مراجعینو سره د نېکو اخلاقو، پر وخت د چارو د ترسره کولو سپارښتني وکړې او خپلي کاري تجربې ئې ورسره شریکي کړې.