• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کندهار صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو روزنیز پروګرام جوړ سو!

    9 جدی 1404
    د جدی ۸ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کندهار ولایت صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو په اړه روزنیز پروګرام د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګوني خوني د غونډو په تالار کي جوړ سو.
    په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د کندهار مستوفي، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس، د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس او لسګونو سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی وو.
    غونډي ته د کندهار مستوفي الحاج ملا حکمت‌الله اخوند (محمد رفیق) د مالیاتو د عامه پوهاوي پر اړتیا او ارزښت خبري وکړې او ټینګار ئې وکړ، چي د مالیاتو په اړه د سوداګرو او صنعتکارانو پوهاوی د اقتصادي نظام د پیاوړتیا له پاره مهم رول لري.
    همداراز د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس نداء محمد صدیقي د یاد سیمینار پر اهمیت، د مالیې وزارت پر کلیدي دندو او مسؤلیتونو او د ملي بودیجې پر جوړښت خبري وکړې. نوموړي وویل، چي د ملي بودیجې ډېره برخه د سوداګرو او صنعتکارانو له مالیاتو څخه تشکیلېږي، چي له مخي ئې په هیواد کي حیاتي او بنسټیزي پروژې تطبیقېږي.
    په پای کي د عوایدو لوی ریاست له لوري په افغانستان کي د مالیاتو د ډولونو، په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رامنځته سویو معافیتونو او تخفیفونو، د مالیه‌ ورکوونکو د مکلفیتونو او مالیاتي پروسیجرونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي سول او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول.