• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت نهمه ناسته وسوه!

    7 جدی 1404
    د مرغومي۷مه، ۱۴۰۴هـ.ل

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ، د دې ریاست د مرستیالانو او اړوندو ریاستونو د رئیسانو په ګډون د عوایدو لوی ریاست د رهبري هیئت نهمه ناسته د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
    په پیل کي د تېري ناستي د سپارل سویو مسئولیتونو د اجراآتو راپور واورېدل سو، ورپسې د عوایدو لوی رئیس د اداري چارو د لا ښې همغږۍ، شفافیت او اغېزمنتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ټولو اړوندو ریاستونو ته ئې لارښوونه وکړه، چي اداري غونډي په منظم ډول ترسره کړي او د دغو غونډو راپورونه د عوایدو له لوی ریاست سره شریک کړي.
    نوموړي همدارنګه هدایت ورکړ، چي هر ریاست دي د داخلي دقیقي کتني له پاره ځانګړې کمېټه جوړه کړي؛ ترڅو د داخلي تفتیش سپارښتنو او استعلامونو ته پر وخت رسېدنه وسي، د سپارښتنو د عملي کېدو له پاره لازم اقدامات ترسره سي او اړوند راپورونه د کارپوهانو دفتر ته وسپارل سي.
    همداراز پرېکړه وسوه، چي د (۱۴۰۳) هـ.ل کال د تفتیش سپارښتني دي د وظایفو د لایحو د تنظیم په موخه د عوایدو لوی ریاست له تخنیکي معاون سره پر وخت شریکي سي؛ ترڅو لازم تخنیکي اجراآت ورباندي وسي.
    په پای کي ټینګار وسو، چي یادي پرېکړي د اداري چارو د سمون، حساب ورکوني او د عوایدو د سیسټم د لا پیاوړتیا له پاره مهمي دي او باید په جدي ډول پلي سي.