• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو درېیمه ناسته وکړه!

    1 جدی 1404
    د مرغومي لومړۍ، ۱۴۰۴ هـ.ل

    د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت درېیمه ناسته د یادو ادارو د با صلاحیته استازو په ګډون، د دغه معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
    د ناستي په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه د ادارو ترمنځ پر همغږۍ او مراجعینو ته د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
    ورپسې د تېري ناستي د پرېکړي پر تعقیب، مراجعینو ته د اسانتیا په موخه د اړینو معلوماتي لاښودونو د چاپ او نصبولو او د ګمرکونو او عوایدو په معینیت کي د ترسره سويو اجراآتو په تړاو معلوماتي پریزینټېشن وړاندي سو؛ ترڅو اقتصادي وزارتونه او ادارې د بېلګي په توګه ګټه ترې واخلي او له مخي ئې په اړوندو ادارو کي ورته لارښودونه چمتو کړي.
    همداراز په دې ناسته کي د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي ریاست او د سوداګرۍ او پانګوني خوني اړوند پر ځینو ستونزو بحث وسو، چي تخنیکي هیئت ته ئې د حلولو مسئولیت ور وسپارل سو.
    په پای کي د اړوندو چارو د لا ښه والي په موخه د ناستي ګډونوالو خپل نظرونه، غوښتني او وړاندیزونه شریک کړل او ناسته د خیر په دعا ویلو سره پای ته ورسېده.