• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست له لوري د ننګرهار پوهنتون محصلانو ته د مالیاتو روزنیز پروګرام جوړ سو!

    30 قوس 1404
    د عوایدو لوی ریاست له له لوري د ننګرهار پوهنتون محصلانو ته د مالیاتو په اړه یو ورځنی روزنیز پروګرام د یاد پوهنتون د غونډو په تالار کي ترسره سو.
    په دغه روزنیز پروګرام کي د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر، د مستوفیتونو د همغږۍ آمر، د مالیاتو د عامه پوهاوي کارپوه، د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس، استادانو، د همغږۍ آمر  د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو لسګونو محصلانو ګډون کړی و.
    په یاد روزنیز سیمینار کي ګډونوالو ته د مالیاتو په اړه پرزنټېشن وړاندي سو، چي پکښي په افغانستان کي  د مالیاتو ډولونه، د مالیه ورکوونکو مکلفیتونه، مالیاتي پروسیجرونه، د مالیې سنجش، د عوایدو د مصرف ځایونه، او همدارنګه په مالیاتو کي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري رامنځته سوي معافیتونه او تخفیفونه په تفصیل سره تشریح سول.
    د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس د عوایدو لوی ریاست د روزنیزو پروګرامونو لړۍ د محصلانو له پاره ګټوره وبلله او په راتلونکي کي ئې د ورته روزنیزو سیمینارونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
    د سیمینار په پای کي ګډونوالو ته د مالیاتو په اړه د لا ډېرو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه د عوایدو لوی ریاست له لوري چاپ سوی د افغانستان د مالیاتو لارښود کتاب ووېشل سو، د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول، او د مالیاتي نظام د پراختیا په اړه د هغوی وړاندیزونه او طرحي د راتلونکو اقداماتو له پاره ثبت او یاداښت سوې.