د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په خپل کاري دفتر کي له یو شمېر هندي پانګوالو سره وکتل.
په پیل کي د ګمرکونو اوعوایدو معین هندي پانګوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چي اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوي رامنځته کړي او لا هم د نورو اسانتیاوو د ایجاد هڅه کوي. نوموړي د افغانستان او هند اړیکو ته په اشارې زیاته کړه، چي د سوداګرۍ او پانګوني په برخو کي هم د دواړو هیوادونو اړیکي د لا پراختیا په حال کي دي.
ښاغلي سعید یادونه وکړه، چي د اسلامي امارت د بیا ځلي حاکمیت څخه راوروسته، په هیواد کي سراسري امنیت ټینګ سوی دئ، د پانګوالو شتمني او اموال خوندي دي او د پانګوني له پاره اړین فرصتونه برابر سوي دي.
هندي پانګوالو په افغانستان کي د انساني، زراعتي او حیواني درملو د تولید، د کرني او د معدنیاتو د استخراج په برخه کي د عصري ټکنالوژۍ د کاروني او په اړوندو برخو کي د افغان کادرونو له پاره د ظرفیت لوړوني اسانتیا د برابرولو په برخو کي د پانګوني ژمنه وکړه.
هندي پانګوالو یادونه وکړه، چي په کابل کي ئې د سترګو د درملني د عصري روغتون د جوړولو په برخه کي پانګونه کړې، چي اوسمهال د یاد روغتون چاري بشپړېدو ته نږدې سوي او ډېر ژر به د افغان وګړو له پاره په اړونده برخه کي د معیاري خدمتونو وړاندي کول پیل کړي دي.