• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کابل ولایت د مارکېټونو له مالکانو سره د مالیاتي باقیاتو د تصفیې په تړاو ناسته وسوه!

    19 قوس 1404
    د لېندۍ ۱۸مه ۱۴۰۴ هـ.ل

    د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ د کابل ولایت د مارکېټونو له مالکانو سره د مالیاتي باقیاتو د تصفیې په تړاو ناسته د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
    په دغه ناسته کي د مستوفیتونو چارو مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس، د کوچنیو مالیه ورکوونکو رئیس او د مارکېټونو مالکانو هم حضور درلود.
    د ناستي په پيل کي د عوایدو عملیاتي مرستیال انجنیر خان محمد ‌ذاکر، د ونډي مالیې او له (۱۳۸۲) هجري لمریز کال را په دې خوا د مالیاتي باقیاتو په تړاو ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندي کړل. وروسته بیا د مارکېټونو د مالکانو او استازو ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه هم په خپل وار سره واورېدل سول.
    د ناستي په پای کي د مارکېټونو مالکانو ته لارښوونه وسوه، چي په راتلونکي کي دي هم له همغږیو او ګڼو مشورو وروسته خپل اړین وړاندیزونه او غوښتني ترتیب او په راروانه ناسته کي دي ئې د عوایدو له اړوندو مسئولینو سره شریکي کړي؛ ترڅو د یاد ریاست له لوري ورته د حل اساسي لاري چاري په ګوته او اړیني پرېکړي وسي.