• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوایدو لوی ریاست استازو د امام ابو حنیفه (رح) په څلورم ملي او نړۍ وال نندارتون کي ګډون وکړ!

    27 عقرب 1404
    د لړم ۲۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
    د افغانستان د ملي او نړۍ‌وال نندارتون په تالار کي (د امام ابو حنیفه (رح) څلورم ملي او نړۍ وال نندارتون) تر سرلیک لاندي د خصوصي سکټور د هڅوني او ملي تولیداتو ته د بازار موندني په موخه (۷) ورځنی نندارتون، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني له لوري پیل سو.
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو، صنعت کارانو، سوداګرو او ننداره کوونکو په یاد نندارتون کي د مالیاتو د عامه پوهاوي په موخه برخه اخیستې ده، چي د عوایدو لوی ریاست له لوري چاپ سوي کتابونه، بروشرونه، د افغانستان مالیاتي پروفایل، اخبارونه او مجلې، چي د مالیاتو په اړه بشپړ معلومات پکښي ذکر سوي دي، نندارې ته وړاندي او ننداره کوونکو ته ووېشل سول.
    د مالیې وزارت هڅه کوي، چي له هر ممکنه فرصت څخه ګټه پورته او خلکو ته د مالیاتو په اړه عامه پوهاوی ور کړي؛ ترڅو ملي بودیجه زیاته او هيوادوالو ته غوره خدمات وړاندي سي.
    یاد نندارتون به د لېندۍ میاشتي تر (۲) مي نېټې دوام وکړي، چي د عوایدو لوی ریاست د استازو له لوري به ننداره کوونکو ته د افغانستان د مالیاتي نظام، مالیاتي پروسو او د مالیه ورکوونکو د مالیاتي ستونزو اړوند بشپړ معلومات وړاندي سي.