د لمړي او دوهمه درجه مستوفیتونو سره انلاین ناسته ترسره سوه!
18 عقرب 1404
یاده ناسته د نړیوالو مالیاتو د غونډو په تالار کي د عوایدو د مستوفیتونو چارو د مرستیال نقیب الله عابد په مشرۍ، د ولایتي عوایدو د همږغۍ او پراختیا رئیس، د عوایدو د بررسۍ رئیس، د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ کفیل او په انلاین بڼه د مستوفي صاحبانو، د مستوفیتونو د بررسۍ آمرینو او عمومي مدیرانو په شتون کي؛ د مستوفیتونو د بررسۍ له لوري د ترلاسه سوو عوایدو د تحلیل په موخه ترسره سوه.
یاده ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. په ناسته کي د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا رئیس مفتي عبدالغفار سلیم د مستوفیتونو د بررسۍ له لوري د ترلاسه سوو عوایدو تحلیلي راپور وړاندي کړ، چي ډېری مستوفیتونه په خپل عوایدي هدف کي بریالي ښودل سوي وه. ورپسې د عوایدو د بررسۍ رئیس عزیزالحق حقپال د مرکز او ولایتونو په کچه د بررسۍ د اجراآتو د همږغۍ او یوشان کولو په موخه د مرکز د بررسۍ پروسه تشریح کړه. د ناستې په دوام د عوایدو د مستوفیتونو چارو مرستیال نقیب الله عابد د مستوفیتونو د چارو د ښه والي او پر وخت د عوایدي هدف ترلاسه کولو په موخه له ګډونوالو سره خپلي تجربې او لارښووني شریکې کړې. د غونډي په جریان کي پر یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو هم خبري وسوې، د مستوفي صاحبانو او د بررسۍ آمرینو او عمومي مدیرانو پوښتني، ستونزي او غوښتني واورېدل سوې، چي د مسؤلینو له لوري ئې پوښتنو ته ځوابونه، ستونزو او غوښتنو ته د رسېدو ډاډ ورکول سو. د عوایدو لوی ریاست له لوري ورته ناستي د مستوفیتونو د بېلابېلو برخو د غښتلتیا او پراختیا په موخه ترسره کېږي.