د عوایدو د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ ریاست له پاره نوی رئیس معرفي سو!
18 عقرب 1404
ښاغلی حبیب الله غزالي، چي د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا عالي مقام د ۳۲۰۹ ګڼه ۲۷/۰۴/۱۴۴۷ نېټه حکم له مخي د عوایدو د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ ریاست له پاره د نوي رئیس په توګه ټاکل سوی وو، د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل سو.
د معرفت غونډي پر مهال، الحاج مولوي سفر محمد سحر د مخکني رئیس د خدمتونو او هڅو ستاینه وکړه او نوي رئیس ته ئې د چارو په ترسره کولو کي د بریالیتوب دعا وکړه.
ښاغلي سحر له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چي د اومراو اطاعت او له نوي رئیس سره د تېر په څېر همکارۍ او همږغۍ ته دوام ورکړي، نوموړي زیاته کړه: اسلامي امارت د ولس له منځه را پورته سوی نظام دی، له ولس سره نږدې او ښې اړیکې ئې د پایښت او دوام له پاره اړینې دي. موږ او تاسي باید هڅه وکړو، چي خصوصي سکټور ته د مالیاتو په برخه کي لا ډېر سهولتونه او اسانتیاوي رامنځته کړو.»