• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وسوه!

    15 عقرب 1404
    د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

    د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۴۷ هـ.ق( کال د همغږۍ پنځمه ناسته د اړوندو ریاستونو د مسؤلینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
    په دې ناسته کي د ګمرکونو او عوایدو معینیت په اړوندو ریاستونو کي د اور وژني سیسټم پر جوړولو، مراجعینو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه په یاد معینیت کي د معلوماتو د ورکولو څانګي پر پرانیستلو، د ولایتي ګمرکونو له پاره د کوچنیو سکېنرونو پر پېرلو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث او لازمي پرېکړي وسوې.
    همداراز، د ګمرکونو او عوایدو معین په ټولو اړوندو ریاستونو کي په ځانګړي ډول د عوایدو لوی ریاست د بررسۍ او د عوایدو د مرکزي زون په ریاستونو کي مراجعینونو ته د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او په اړه ئې مسئولینو ته لازمي سپارښتني وکړې.
    د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناستي هره میاشت کېږي؛ څو ستونزي حل او رامنځته سوي اسانتیاوي و ارزوي.