د کابل پوهنتون محصلینو ته د مالیاتي سیسټمونو په تړاو روزنیز سیمینار وړاندي سو!
15 عقرب 1404
د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري په کابل پوهنتون کي د مالیاتو د عامه پوهاوي په موخه درې ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي سو.
په دې سیمینار کي ګډونوالو ته د مالیې وزارت د جوړښت او دندو، د مالیاتو د ډولونو، د مالیې اخیستني پروسو، د اسلامي امارت له لوري په مالیاتو کي د رامنځته سويو معافیتونو او تخفیفونو او د مالیاتو له درکه د ترلاسه سويو عوایدو د مصرف د څرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندي سول.
د کابل پوهنتون د اقتصاد، عامه ادارې او پالیسۍ، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو استادانو او محصلینو دغه ډول سیمینارونه د محصلینو د عملي زده کړو او عامه پوهاوي په برخه کي ارزښتمن وبلل.
محصلینو ته د لا ډېر پوهاوي په موخه د عوایدو لوی ریاست له لوري چاپ سوی د افغانستان د مالیاتو لارښود کتاب هم ووېشل سو. په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته د یاد ریاست د مالیاتو کارپوه په حوصله مندۍ سره ځوابونه ورکړل.