له روغتیایي سکټور سره د عوایدو د تثبیت په اړه ناسته ترسره سوه!
        
    
    
    
        
    
        
        
        
    
             
13 عقرب 1404
    
        د عوایدو د تثبیت په برخه کي د شته ستونزو د حل او مالیاتي اطاعت پذیرۍ ته د هڅوني په موخه یاده ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ، د عوایدو د مستوفیتونو مرستیال او د یو شمېر خصوصي روغتونونو د استازو په ګډون ترسره سوه. 
په دغه ناسته کي د عوایدو عملیاتي مرستیال انجینر خان محمد ذاکر د خصوصي روغتونونو له استازو سره د عوایدو د تثبیت په برخه کي د هغوی د ستونزو د حل په موخه بحث ترسره کړ. ښاغلي ذاکر د خبرو پر مهال ډاکټرانو او خصوصي روغتونونو ته د ټولني پر اړتیا او ارزښت خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي اسلامي امارت په هر حالت کي د افغان ډاکټرانو او خصوصي روغتونونو تر څنګ ولاړ دئ او د هغوی مقام ته په بشپړ احترام قایل دئ. نوموړي زیاته کړه، په همدې موخه اسلامي امارت د روغتونونو او ډاکټرانو سره د مالیاتو په برخه کي تل له سړې سینې او سهولت کار اخیستی او تل هڅه کوي، چي د خصوصي روغتونونو د ملاتړ په موخه په مالیاتو کي لا ډېر سهولتونه رامنځته کړي، چي یو له دغه سهولتونو له ۴ سلني څخه ۳ سلني ته د خصوصي روغتونونو د انتفاعي مالیې کمښت دئ. 
په ناسته کي د خصوصي روغتونونو استازو وویل، چي تل هڅه کوي، د افغان ولس د زخمونو ټکور سي او په هر ډول نازکو حالاتو کي تل د خپل ملت ترڅنګ ولاړ دي. ولس ته د با کیفیته خدماتو د وړاندي کولو په موخه دوی د عوایدو لوی ریاست څخه د مالیاتو په برخه کي د لا ډېرو سهولتونو په رامنځته کولو، د تېرو مالیاتو قسط کولو او د مالیاتي پروسو په ساده کولو سره د خصوصي روغتونونو د ملاتړ غوښتونکي دي. 
په ناسته کي د خصوصي روغتونونو له پاره د مالیاتي تثبیت پر پروسې او د خصوصي روغتونونو پر مشخصو او عمومي مالیاتي ستونزو خبري او بحث وسو، چي په پای کی ورته د حل لاري په ګوته سوې.